د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۲۲ کیلومتره غځېدلي سړک د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد رضا ویلي چې دغه سړک د ۲۲ کیلومترو په اوږدوالی د پل علم ښار څخه پیل د میدان وردګو ولایت ترسید آباد ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې ویجاړشوي ځایونه یې د ټولګټو وزارت په همکارۍ بیا رغول کېږي. د نوموړي په وینا د یاد سړک د بیا رغولو چارې به د ټولګټو ریاست په ماشینري او تخنیکي ټیم له خوا په راتلوونکو ۲ میاشتو کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې د یاد ریاست له لوري د لوګر- ګردیز لویې لارې د بیا رغونې چارې هم پيل شوې دي.