د پوهنې وزارت مسوولینو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې ویلي، چې تېر کال په هېواد کې ۱ ميليون ۴۴۵ زره ۸۴۰ تنه نوي زده کوونکي دولتي او خصوصي ښوونځيو ته جذب شوي دي. د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخندزاده ویلي، چې په ياده موده کې همدارنګه د هېواد په کچه ۲۱۰ ښوونځي نوي تاسيس شوي، چې ۱۰۶ يې دولتي او ۲۱۰ يې خصوصي ښوونځيو دي. نوموړي ویلي، چې تېر کال د عمومي زده کړو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ټول ټال ۱۶ ميليونه ۱۸۸ زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه له چاپ ورورسته ولايتونو ته انتقال او ښوونځیو ته وېشل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال همدارنګه په پوهنې وزارت کې د لومړي ځل لپاره د معياري ازموينو بورډ رامنځته شوی او په فعاليت يې پيل کړی ده.