د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د بودیجې د کمښت له امله نه دې توانېدلي چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې، چې دا ۱۱ میلیونه افغانان د مې له میاشتې نیولې تر اکټوبر پورې د دوی له مرستو محروم شوي دي . ډبلیو ایف پي زیاتوي چې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا بیا ویلي، چې روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.