که مو د بدن دفاعي ځواک پیاوړی وي، نو له ډېری ناروغیو به په امن کې وی. خو کله چې یو میکروب ستاسو بدن ته ننوځي او ناروغ کېږی، په دې مانا ده چې ستاسو د بدن دفاعي ځواک ماتې خوړلې ده. خو ایا په دې چاره کې دخالت کېدای شي؟ غذایي رژیم ور باندې اغېز لري؟ او ایا د بدن دفاعي ځواک د ژوند په بڼې پورې هم اړه لري؟ که څه هم د بدن دفاعي ځواک یوه وسوسه پاروونکې مسئله ده، خو بیا هم ځینې لارې چارې شته چې کولای شی پر مټ یې د خپل بدن دفاعي ځواک پیاوړی کړی. په دې برخه کې تر ټولو لومړی کار د ژوند بڼه ده. د سګریټو نه څکول، په غذایي رژیم کې د مېوو، سبزیو، غلهجاتو او په لږ اندازه اشباع شوي غوړ کارول هغه څه دي چې د ناروغیو پر وړاندې ستاسو د بدن مقاومت لوړوي. کافي خوب، ورزش، مناسب وزن، د و ینې د فشار کنټرول او د الکولي موادو نه څښل هم په دې برخه کې خپل ځانګړی رول لري.