د کابل ښاروالۍ مسولینو د خپلو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې په ټولیزه توګه کابل کې ۱۲۵.۸۷ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه، سفالټ، کانکرېټ او په تېږو فرش کړي دي. د مسولینو په خبره د سړک غاړو د ۵ زره څراغونو نصب او فعالول، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د ۹زره او ۷۰۰ تنویر پایو ترمیم، د ۶ څلورلارو ښکلي کول، د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ادرس موندلو لوحو لګول، د عمومي او فرعي جادو رنګول او د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د ۲ زره او ۶۸ موانعو راټولول د دغې ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو په توګه یادې کړې دي.