د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز افغانستان کې پر جنایي جرمونو له تورنو پوځي قومندانانو د خدمت مډالونه اخیستې دي. ورته مهال د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیرې د تورنو قومندانانو د محاکمې د احتمال خبرداری هم ورکړی دی. که څه هم د دغو قومندانانو کره شمېر نه دی مالوم خو ریچارډ مالز یې شمېر له لسو کم ښودلی دی. ریچارډ مارلز ویلي، دغه پرېکړه یې بریرټن د راپور لمخې کړې ده. ۲۰۲۰ زېږیز کال کې اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو لخوا ترسره شوي هغه جنګي جنایتونه په ډاګه کړي وو چې، په پایله کې یې ۳۹ بې ګناه افغانان وژل شوي وو.