د دایکندي امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولايت د شهرستان ولسوالۍ په سياهبغندي سيمه کې د يوه تونس ډوله موټر د چپه کېدو له امله یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپيان دي. د دایکندي د امنيې قوماندانۍ وياند غلام علي جاوېد وايي، چې تېره ورځ ماسپښين يو تونس ډوله موټر د دغه ولايت له مرکز نيلي څخه د شهرستان ولسوالۍ د ورس سيمې ته روان و، چې د بغندي په سیمه کې له سړکه واوښت او چپه شو. هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوې مېرمنې خپل ژوند بایللی او اته نور ټپيان دي. سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دې پېښې لامل د موټر تخنيکي ستونزه وه.