د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو د یوه مرکز جوړولو چارې پيل شوې. د مسوولینو په خبره دغه مرکز د ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړیږي، چې چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړې شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د دغه مرکز د جوړولو چارو پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي، چې د دې پروژې چارو بشپړېدو سره به له ګاونډیو هېوادونو د را ایستل شویو کډوالو په ګډون ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. نوموړی وايي، سرپرست حکومت هڅه کوي، چې د ټاپي او قوش تېپې کانال په څېر د سترو پروژو عملي کېدو سربېره دغه ډول پروژې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه عملي کړي.