د هرات پاشدان بند پروژې مسوولین وایي، د دې بند جوړولو چارې په عادي ډول روانې او ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. دغه بند د تر ۵۴ میلیونه مکعب متره اوبو ذخیره کولو په وړتیا سره جوړیږي. د مسوولینو په خبره، دې بند کې د بهرنیو انجینرانو په ګډون تر ۳۰۰ زیات کسان په کار بوخت دي. د هرات سیندیزې حوزې مسوولین وايي، د پاشدان له بنده به د کرنې او اوبو لګولو تر څنګ دوه میګاواټه برېښنا هم تولید شي.