د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې. د تخار د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا، دغه روغتیايي مرکز د یوې موسسې په مالي مرسته جوړیږي، چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به د زرګونو کورنیو اړتیا پوره شي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د روغتیايي مرکز د نشتوالي او سړک د خرابوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او غواړي، چې د دغه روغتیايي مرکز چارې په خپل وخت بشپړې شي.