د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۳۵۵ افغانې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه اېستل شوې دي. په راپور کې راغلي چې، دغه کورنۍ د کندهار، هرات، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې چې پر اړمنو کورنیو لازمې مرستې هم وېشل شوې دي. ایراني چارواکو په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ ډېره تنګه کړې او داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د هغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول کېږي، هر څه ترېنه تروړل کېږي او تش لاس خپل هېواد ته شړل کېږي. په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتنه کوي، چې د ډیپلوماټیکو لارو په کارولو سره دې د دوی ستونزې له کوربه هېوادونو سره هوارې کړي.