د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د روسيې په سنت پيټرزبورګ ښار کې د (کلتوري اتحاد) ناستې ته چې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د کلتور وزيرانو پکې ګډون کړی و، ویلي، چې افغانستان د ۵۰ کلونو جګړو له امله د نړۍ سره د اړيکو او تعاملاتو په برخه کې ډېر زيان ليدلی، ځکه دې موده کې افغانستان د يو داسې مرکزي حکومت څښتن نه و، چې په ټول ارضي تماميت حاکميت ولري، په همدې اساس دې دوره کې د افغانستان کلتوري ميراثونو او لرغونو ځايونو ډېر زيان وليد او سياحتي سیمې يې د جګړو او ناامنۍ له امله ناليدلې پاتې شوې. هغه ویلي، چې د سرپرست حکومت په حاکميت سره دا مهال د کلتوري ميراثونو او تاريخي ځايونو بيا رغونې، ثبات او امنيت ته جدي پاملرنه شوې، له قاچاق او غیر قانوني کيندنو مخنيوی شوی دی، سلګونه تاريخي او لرغوني ځايونه بیا رغول شوي او له ټولې نړۍ څخه د راتلونکو سیلانيانو لپاره د سياحت فرصتونه برابر شوي دي.