د فراه امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوه فیلډر موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. د فراه د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې دغه موټر پرون مازدیګر د بالابلوک ولسوالۍ اړوند کنسکسیمه کې چپه شوی دی. د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.