د میدان وردګو امنیتي مسوولینو ویلي، چې نن سهار وختي د دغه ولایت د مرکز ميدان ښار اړوند تورو تیږو سیمه کې د کابل – کندهار پرلویه لاره د یوه بار وړونکي او فلډر موټر ترمنځ ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د میدان وردګو د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي، چې په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ ۳ غړي مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي. دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې او لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره کسانو له خوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.