د کندوز امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د ۹۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی. د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي چې دغه روږدي کسان د یاد ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو کسانو کمپ ته لېږدول شوي وو، چې له درېیو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا په تېرکال کې په نشه يي توکو ۲۹۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.