د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د روان کال په بهیر کې د ۲.۷ ټنه شاتو د تولید خبر ورکړی دی. د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضل الله دیوبندي ویلي چې سږ کال په پنجشېر کې ۲.۷ ټنه شات ترلاسه شوي دي. نوموړي زیاته کړې، په دغه ولایت کې د مچیو د روزنې ۴۳ کوچني او لوی فارمونه موجود دي چې په کې ۷۹۳ صندوقونه ایښودل شوي دي. د نوموړي په وینا د پنجشېر په فارمونو کې ایټالیايي او قفقازي مچۍ شتون لري چې اوس په دغو فارمونو کې نږدې زرکسان په کاربوخت دي.