د بدخشان ولایتي روغتون د نسايي ولادي ۶۰ بستریزه څانګه چې د روغتیا نړۍوال سازمان د مالي ملاتړ د درېدو له امله درې میاشتې تړلې وه، یوځل بیا یې د عامې روغتیا وزارت په ملاتړ فعالیت پیل کړ. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده وایي، دغه روغتون کې د سيټي سکن او د وینې ډیالیز ماشینونه هم تر نصبولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د نوموړي په خبره، د دغه دوو ماشینونو لګښت او کارکوونکو تنخواوې له دې وروسته د سرپرست حکومت له لوري ورکول کېږي. د بدخشان د ولایتي روغتون رییس وايي، د نسايي ولادي ۶۰ بستریزې څانګې او سيټي سکن او د ویني هیموډیالیز ماشینونو فعالېدو سره به دغه روغتون کې ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.