پنځه تنه افغانان، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې یې کار کاوه، په کان کې د ګازو د خپرېدو له کبله مړه شوي دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا پېښه پرون د هرنايي ولسوالۍ په شاراګ کان کې شوې ده. ځايي چارواکو ویلي، چې یوه خصوصي کان ته ۶ کارګر ننوتل او د سکرو کېندنه یې پیل کړه، وروسته پنځه تنه د میتان ګاز له کبله مړه او شپږم چې سخت بې هوښه شوی و، وژغورل شو.