د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې، چې په جوړېدو سره به یې ۳۵۰ زده کوونکو ته په مناسب چاپېریال کې د زده کړو زمینه برابره شي. ځايي خلک د یوې معیاري ودانۍ په جوړېدو خوښ دي خو له مسوولو چارواکو دې برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي. دوی وايي، د دې ودانۍ چارې دې ژر او په اساسي ډول ترسره شي. د کونړ د پوهنې رییس وايي، په تېر کې د ګڼو ښوونځيو ودانۍ زیانمنې شوې وې، چې اکثره یې له سره رغول شوي. د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د دې ښوونځي چې شپږ درسي خونه لري ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.