پوهنې وزارت ویلي، چې ولس ته د خدمت په موخه يې ۸ زره خالي بستونه اعلان ته وسپارل او د ازموینې واک یې د ازموینو ملي اداره ته ورکړ. د یاد وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د یادو بستونو د استخدام په بشپړېدو سره به ښوونځیو کې د موجودې تدریسي او اداري ستونزې هم حل شي. صادق د ازموینو ملي ادارې څخه غوښتنه کړې، چې په پوره روڼتیا او ریښتنولي سره یادو بستونو ته ازموینه واخلي، څو وړ او مستحق کسان پر دندو وګمارل شي.