د بغلان ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د شولو په حاصلاتو کې د ۱۲ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمد ولي امرخېل ویلي، چې سږکال په دغه ولایت کې په ۲۷ زره ۵۹۲ هکتاره ځمکه شولې کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړي د شولو د حاصلاتو اساسي لامل د شولو د کښت لپاره مناسب چاپیریال، د اوبو د کچې لوړېدل او د وچکالۍ نه شتون په ګوته کړی دی. هېره دې نه وي، چې سږ کال به د یاد ولایت څخه ۱۱۸ زره ۶۴۵ مټریک ټنه شولې ترلاسه شي.