پوهنې وزارت ويلي، چې په هرات کې د ۲۵ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې چارې پيل شوې. دغه وزارت ویلي، چې د څه باندې شلو میلیونو افغانیو په لګښت پهدې پروژو کې به د هرات په ښار او څو ولسوالیو کې یو شمېر ښوونځي او دیني مدرسې ترمیم او ورغول شي. دا ښوونځي او مدرسې د پوهنې وزارت په بودجه بیارغول کېږي. د مسوولینو په خبره، د دغو ښوونځیو په بیارغولو سره به زرګونه زده کوونکو مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته شي.