په ایران کې یو شمېر بېاسناده افغان کډوال وايي چې، د ایران ښوونځي د دوی ماشومان نه مني. په کرمان، شېراز، کهګيلويه او بويراحمد ښارونو په ښوونځيو کې مسوولين د افغان ماشومانو نومونه نه ليکي. د کرمان والي محمد مهدي فداکار د کرمان ولایت د پوهنې د شورا په غونډه کې ویلي، چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې له سندونو پرته د افغان زده کوونکو نوم لیکنه په جدي توګه بنده شوې ده. په ورته وخت کې په شېراز کې یو شمېر افغان کډوال بیا وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د نوم لیکني اجازه نه ده ورکول شوې. په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان اتباعو د ايستلو او له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې ده.