د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون ۱۷۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې. دغه کورنۍ د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې دي. په یادو کډوالو کې ۲۰ کورنۍ د تورخم، ۴۳ کورنۍ د سپین بولدک، ۷۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۳۵ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد راستنې کړل شوې. له تازه راستنو شویو کډوالو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.