د زابل په مرکز کلات کې د ۲۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابره شوې. د اوبو ياده شبکه د څه باندې ۴۵ زره امريکایي ډالرو په لګښت د يو مرستندويه بنسټ له لوري جوړه شوې ده. تر ځمکه لاندې د اوبو کچې ټیټوالي او وچکالۍ د زابل مرکز کلات ښار اوسېدونکو پر ژوند هم منفي اغیز کړی دی. د زابل مرکز کلات يو شمېر نور اوسېدونکي هم له سرپرست حکومته غواړي، چې د څښاک پاکو اوبو ترڅنګ يې نورو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي. د زابل سیندیزې حوزې رییس وایي، چې د څښاک پاکو اوبو دا شبکه یې د یوه مرستندويه بنسټ په مالي مرسته جوړه کړې، چې ۴۵ زره امریکایي ډالر لګښت پرې راغلی او په خبره یې مرکز کلات کې به ۲۵۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي. وروستیو وچکاليو د زابل ترڅنګ د کندهار، هلمند او روزګان اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي او تر ځمکی لاندې اوبو کچه لا هم د ټټېدو په حال کې ده.