د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق ویلي، چې د یاد ولایت د کوه صافي ولسوالۍ په مندي قول کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۲۷۷ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. ورته مهال د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دغې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.