د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پروژو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس محب الله بهاري د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي چې په دغو پروژو کې د ٣٨ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو روغتيايي مرکزونو لپاره د ٢٠ روغتيايي خونو، د احاطې دېوال، د موټرو تم ځاى، شنه ساحه او د لمريزې برېښنا د شبکې جوړول شامل دي. ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي له یادو پروژو خوښ دي او له دولت څخه د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.