د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یوه پلاوي او د بامیانو والي په شتون کې د ۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په اساسي بڼه د بامیان ولایت د هوایي ډګر د بیارغولو چارې پیل شوې. د بامیانو سرپرست والي د چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هوایي ډګر تخریب شوې برخې بیا ورغول شي. د اټکل له مخې، د یاد هوایي ډګر د بیارغولو چارې به تر راتلونکو ۸ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.