د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره په کتنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. په دغه کتنه کې مومند د روسیې د ولادیوستوک ولایت له لارې جاپان ته د نوي ټرانزیټي دهلیز د جوړولو غوښتنه وکړه. دواړو لورو د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په موخه د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو په ګډون د سوداګرۍ په برخه کې د شته خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د جاپان سفير دغه راز د افغانستان له خصوصي سکټوره وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې لا زياتې پياوړې کړي.