جلال اباد ښار کې د یوه پانګه وال له لوري پر څه باندې یو جریب دولتي ځمکه د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه مارکېټ له لارې به هره میاشت څه باندې ۷ سوه زره افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع کېږي. مسوولین وايي، دغه مارکېټ ۲۸۰ سوداګریزې هټۍ لري، چې د دېرشو کلونو لپاره یوه سوداګر ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له درکه به یې هر کال د دولت خزانې ته څه باندې اته مېلیونه افغانۍ جمع کېږي. د جلال آباد ښاروالۍ د مسوولينو د معلوماتو له مخې په پلان کې ده چې د ښار په بېلابېلو ساحو کې د ښاري ښکلا په موخه درې نور لوی سوداګریز مارکېټونه هم جوړ کړي، چې ډیزاین یې د منظورۍ په موخه مرکز ته لېږل شوی دی.