د اروزګان ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز کې ۳۰۱ زره امریکایی زره ډالرو په لګښت د ۴ رغنیزو پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ( ای. سي. ار. سي) ادارې په مالي ملاتړ د ۳۰۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۴ رغنیزو پروژو چارې پيل شوي، چې په کې یو چکډیم، ۳ کانالونه، سربندونه، استنادي دیوالونه او سیفونونو جوړېدل شامل دي چې چارې به یې په ۳ میاشتو کې بشپړې شي. په دغو پروژو کې ۷۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.