د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي، هېواد کې د ګرځندویانو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه یې انسټېټیوټ فعاله کړی او ګڼ ځوانان پر زده کړو بوخت دي. د ګرځندوی انسټېټیوټ څخه فارغ ځوانان به بهرنیو سېلانیانو لپاره د تاریخي ځایونو په ور پېژندلو، هغوی ته د سفري اسانتیاوو او خلکو سره د اړېکو په ټېنګولو کې موثر تمام شي. د یاد وزارت چارواکو نن د تېر کال د لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې دا هم وویل، هغه سېمې چې سېلانیان ترې لېدنه کوي، هلته یې د هوټلونو په جوړولو هم لاس پورې کړی. افغانستان چې د سېلانیانو لپاره د پام وړ ځایونه لري تېر کال ترې ۹ زره بهرنیو وګړو لېدنه کړې. د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې په همدې موده کې ۹ میلیونه کورنیو سېلانیانو او ګرځندویانو هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له جاذبو لیدنه کړې.