د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې، په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي. پزشکیان پرون یوې خبري غونډې ته وویل، د ایران د امنیت عالي شورا د کډوالو د قوانینو په اړه د بحث لپاره درې ځلې غونډې جوړې کړې دي. هغه زیاته کړه چې افغانان او ایرانیان وروڼه دي، خو د دواړو هېوادو ترمنځ د قانوني چوکاټونو رعایت خورا مهم دی. پزشکیان د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د بندېدو پر اړتیا ټینګار کړی و. ایراني چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې د روان کال ترپایه به شاوخوا دوه میلیون غیرقانوني کډوال لهدې هېواده وباسي. د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت امنیه قوماندانۍ وړمه ورځ د هغو نږدې ۱۵۰۰ تنه افغانانو د نیولو خبر ورکړ چې، د چارواکو په وینا په ایران کې یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل.