کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پرون له پاکستان او ایرانه ۳۲۲ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. دغه وزارت ویلي، چې ۵۵ کورنۍ له تورخمه، ۵۵ کورنۍ د کندهار له سپین بولدکه، ۹۷ کورنۍ د نیمروز د وریښمو پله او ۱۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي. له راستنو شویو یو شمېر کورنیو سره د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوي او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. پاکسان او ایران هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو باسي، چې په دغو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. ایران په دې ورستیو کې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پر پلور او په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر شمولیت هم بندیز لګولی دی.