د بامیانو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۳ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژې د یاد ولایت په درېیمه او څلورمه ناحیه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. په دغو پروژو کې د ۴۳۸ متره دېوال، ۶ پلګوټي او د ۱۶۵ پلېټونو جوړېدل شامل دي. دغه راز د یاد ولایت په لومړۍ او دویمه ناحیه کې بیا د ۴ میلیون ۴۴۸ زره افغانیو په لګښت د ۳۹ دوکانونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.