د افغانستان مرکزي بانک وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی. د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، د غوره پولي سیاستونو په پلي کېدو سره د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پرتله درې سلنه لوړ شوی دی. د کابل د سرای شهزاده صرافانو ټولنه وايي، د بنسټیزو پروژو عملي کېدل، د سیاسي تعاملاتو پراختیا او افغانیو ته ډېره اړتیا؛ هغه څه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانۍ د بیې پر لوړولو اغېز کړی دی. د افغانستان بانک شمېرې ښيي، چې د روان هجري لمریز کال په زمري میاشت کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال همدې میاشتې پرتله ۱۷ اعشاریه ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.