د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د هرات له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې هرات کې د نوي صنعتي پارک د جوړولو سربېره به دې ولایت کې د لویو اقتصادي او صنعتي پروژو چارې پیل شي. دغه راز دې لیدنه کې د هرات مرستیال والي ویلي، چې د افغان – ترکمن کډو پروژو سربېره د نړیوال ترمینل او د نوي صنعتي ښارګوټي پروژو په پرانیستلو سره به دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ په مرکز بدل او د افغانستان اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.