سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جوبایډن او د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نومانده کاملا هاریس به راتلونکې اونۍ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره جلا کتنې ترسره کړي. سپینې ماڼۍ پرون ویلي چې په دغو کتنو کې به چې ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۶مه ترسره شي، د دواړو هېوادونو مشران د اوکراین د ستراتیژیک پلان او د روسیې د بریدونو پر وړاندې د دفاع په چاره کې له اوکراین څخه د متحده ایالتونو د ملاتړ په ګډون د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې په اړه خبرې وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیر وویل چې ولسمشر او مرستیاله به یې به تر هغو چې اوکراین روانه جګړه ګټلې نه وي، له دې هېواد څخه پر خپل ټینګ ملاتړ بیا ټینګار وکړي. د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر همدارنګه اعلان کړی چې زیلینسکي به امریکا ته په سفر کې د جمهوریپالو له نوماند، ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.