د زابل ولایتي مسوولین وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د خلکو په مرسته د ارغنداب په ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۸ لوی پلونه جوړ کړي، چې د کال په ټولو موسمونو کې به ځايي خلک په اسانه او خوندي ډول مرکز کلات ته تګ راتګ کولی شي. بلخوا د زابل د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو پلونو جوړېدو ته خوشحاله دي او په خبره یې تر دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. ارغنداب د زابل له ګڼ مېشتو ولسوالیو له ډلې څخه ده، چې زیاتره اوسېدونکي یې، د کرنې او مالدارۍ له لارې د خپل ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي.