د ا فغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړۍوال جام کې خپله درېیمه لوبه نن د کابل پر وخت ماښام اووه نیمې بجې د اوکراین پر وړاندې ترسره کوي. د افغانستان د فوټسال لوبډله په ازبکستان کې د فوټبال د نړۍوال جام په C ګروپ کې له ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره په یوه ګروپ کې ده. د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام څو ورځې وړاندې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شو چې هرې څلور لوبډلې په شپږو ګروپونو کې لوبیږي.