د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال دغه ولایت کې د للمي غنمو کښتونه په بې سارې توګه زیات شوي دي. د کروندګرو په خبره په لومړي نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې له ۶۰ زیاتو کورنیو د للمي غنمو کرلو سره زیات حاصلات ترلاسه کړي دي. د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او ډيری ولسوالیو کې للمي غنم کرل شوي او د دغه ریاست د اټکل له مخې روان لمریز کال کې به د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات زیات وي. دا په داسې حال کې ده، چې له اوږدې وچکالۍ وروسته د واورې او باران زیاتېدو سره وروستیو دوو کلونو کې د بامیانو ډیری اوسېدونکي د ژوند اړتیاوې په للمي ځمکو کې د کښتونو له لارې پوره کوي.