د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تېر کال په هېواد کې د ۱۳ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې دا تړونونه د هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر کانونو شوي دي. د کانونو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره یې طرزالعملونه ترتیب کړي، چې ور سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده. غور، بدخشان، پنجشېر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار دوام، د کانونو د پروسس ۵۲ شرکتونو ته جوزاونه ورکولو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ فعال قرار دادونو درلودل د دې وزارت بله لاسته راوړنه ده. د دې ترڅنګ د قشقري، انګوت او اق دریا له ۲۱ ساحو څخه په ورځني ډول د ۱۳۰۰ټنه خام تېلو استخراج چې له کبله یې ۳زرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شوې د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو شمېرل کیږي.