د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له لوري په سمنګانو کې د اوبو ۶ کوچني بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دغو بندونه د ګټې اخیستنې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور ویلي، چې یاد بندونه د دغه وزارت له لوري د څه باندې ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. هغه زیاته کړې، چې هېواد کې د یو شمېر لویو بندونو رغنیزي چارې پیل شوي او دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي. د دغو بندونو د جوړېدو پرمهال سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.