په خوست کې د غلامخان بندر د کمېساري مسوولین وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې. د غلامخان بندر کمېسار بهاييجان بلال ویلي، چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې. د نوموړي په وینا، دواړو لورو ته له توکو بار لسګونه موټر ولاړ دي او په وینا یې، ځینې هغه موټر چې توکي یې، د خرابېدو په حال وو، د پکتیا ډنډپټان ته لېږدول شوي دي. د خوست سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزي هم ویلي چې د لارې په تړلکېدو سره لسګونه موټر ولاړ دي. امیرزی غوښتنه کوي چې پاکستان او افغانستان دې سوداګرۍ ته پام وکړي او تجارت دې د سياست نهقرباني کوي. بلخوا یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د لارې تړلکېدو له امله په ستونزه کې دي. دوی وايي، په ډېری موټرو کې چې رومیان بار وو، خراب شوي او ځينې هغه د پکتيا ډنډپټان لارې ته ستانه شوي دي.