افغاني سرې میاشتې ټولنې تېره میاشت اروزګان کې د اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده. د مسوولینو په خبره د دغو ناروغانو له ډلې یې د ۶۲۴ امېدواره میندو درملنې سربېره پر خوارځواکۍ اخته ۷۸۵ ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي د دغه ډول پروګرامونو او روغتیايي مرستو د دوام غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اروزګان مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې وه.