د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سویلي ولایت خراسان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. ویل کېږي، ۲۴ نور کارګر نادرکه دي او فکر کېږي، چې د کان د ننه بند پاتې دي. د راپورونو لهمخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې او لامل یې د ډبرو سکرو په تونلونو کې د متان ګاز تولید ښودل شوی دی. یاد ګاز په کیمیاوي بڼه د چاودنې لامل کېږي. د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) وايي، چې په یاد کان کې د چاودنې پر مهال شاوخوا ۶۹ کسان په کار بوخت وو. ایراني چارواکو پېښې ته د جدي رسېدو امر کړی او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي. د ایران سویلي خراسان کې درې ورځې عمومي ماتم او د مرستو رسولو بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.