د عامې روغتیا وزارت وايي چې، په روان زیږدیږ کال کې په ټول هېواد کې د پولیو شپږ واکسینونه په لاره اچولي دي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې، له دې منځه درې فرعي، دوه عمومي کمپاینونه او یو ځانګړی کمپاین ترسره شوی دی. د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، په هېواد کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او د هغې د لهمنځه وړلو په برخه کې جدي هڅې وکړي. دوی وايي چې، د واکسیناسیون پر کمپاینونو سربېره، خلکو ته باید د پولیو واکسین د ګټو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي. یوشمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د لهمنځه وړلو لپاره د روغتیايي مرستندویو بنسټونو او کورنیو همکاري ګټوره ګڼي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیلېدو راهیسې په هېواد کې د دې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نهده ثبت شوې.