د لغمان امنیتي مسوولینو ویلي، چې پرون د کابل – جلال اباد پر لویه لار د درونټې، کاکڅ او مشعلې کمر سیمو کې درې ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې یو تن مړ شوی او ٥٢ نور ټپیان دي. د امنیې قومندانۍ ویاند یوسفزي زیاته کړې، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغو ټرافیکو پېښو لامل د موټر چلوونکو ګړندی مزل او بې احتیاطي یاده شوې ده.