د بغلان د عامې روغتیا ریاست په تېرو درې کلونو کې ۲۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي. د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالغفار احمدي ویلي، چې په بغلان کې د ۳ روغتونونو په ګډون ۸۴ روغتیايي مرکزونه او روغتیايي ګرځنده ټیمونه فعال دي او په نږدې راتلونکي کې به په نشه يي توکو روږدو ښځینه او ماشومانو ته ۲۰ بستریز روغتون هم فعال شي. هغه زیاته کړه، چې روغتیا ته لاسرسی د هر وګړي حق دی او ټاکل شوې، په هغو سیمو کې هم، چې اوس مهال ګرځنده ټیمونه روغتیايي خدمات وړاندې کوي کلینیک جوړشي.