د سمنګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبک او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو ۷ چیکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر، د یادو پروژو په پرانېست غونډه کې ویلي، چې د سمنګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې۶ کوچني چیکډېمونه د شاوخوا یو کال په موده کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي او دغه راز د یوه ملي سوداګر له لوري په ایبک ښار کې د اوبو د کنټرولولو یو لوی چیکډېم د ۹ میاشتو په موده کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې موخه یې د موسمي سېلابونو د راوتلو پرمهال د تخریب مخنیوی دی. په یاد ولایت کې د اوبو زېرمه کولو دغه چیکډېمونه په داسې حال کې جوړېږي، چې د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي سر ټکوي.